انصار: (د کب ۲۰مه)، د هندوستان د کرکټ ملي ټیم د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له نیوزیلند سره مخ شوی وو.
په پایلوبه کې نیوزیلند ۲۵۲ منډې هدف ورکړی وو.
هند وتوانېد په وروستي اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف ته ورسیږي.
په دې ترتیب هندوستان د چمپینز ټرافۍ اتلولي وګټله.
په دا وار چمپینز ټرافي کې چې د پاکستان په کوربه توب وشوه او د هند لوبې په دوبۍ کې پلان شوې وې افغانستان هم برخه اخیستې وه.
افغانستان که څه هم نسبتاً ښې لوبې وکړې خو د باران په سبب یې له اسټرالیا سره مهمه لوبه مساوي شوه چې په سبب یې افغان ټیم له مخکې تګه پاتې راغی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35154
قرأ